د ملي امنیت ریاست په کابل کې د حقاني شبکې ۱۱ مشکوک غړي ونیول

سلام ټایمز

کابل -- طلوع نیوز د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ،‌ چې دغې ادارې په کابل ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې ۱۱ غړي نیولي دي.‌

طلوع نیوز د ملي امنیت د ریاست د خبرپاڼې په اساس وویل،‌ چې مشکوک کسان په څلورو ولسوالیو کې ونیول شول.‌

مشکوک کسان په دې تورن دي چې بمونه او ماینونه یې ښخول او وژنې یې ترسره کولې.

دغه نیونې یوازې یوه ورځ وروسته له هغه وشوې چې طالبانو د حقاني شبکې د مؤسس، جلال الدین حقاني، مړینه اعلان کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500