په فاریاب کې هوایي برید د طالبانو د مشر مرکز ویجاړ کړ، او ۱۳ کسان یې ووژل

سلام ټایمز

فاریاب -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۵مه/ راپور ورکړ، چې په فاریاب ولایت کې د طالبانو د یوه مشر په مرکز شوي یوه هوایي برید لږ تر لږه ۱۳ تنه اورپکي ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.‌

خامه پرېس د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په اساس لیکلي، چې دغه هوایي برید، چې په شیرین تګاب ولسوالۍ کې پېښ شو، یو مرکز، چې د طالبانو مشر قاري رحمت الله ترې استفاده کوله، ویجاړ کړ.

اعلامیه زیاتوي، چې له افغان امنیتي ځواکونو سره په یوه جلا نښته کې، چې په قیصار ولسوالۍ کې وشوه، لږ تر لږه ۷ تنه اورپکي ووژل شول.‌

د قیصار په جنګ کې لږ تر لږه دوه تنه افغان سرتېري ټپیان شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500