ایتلافي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د په لاس جوړو چاودېدونکو توکو فابریکه ویجاړه کړه

سلام ټایمز

هلمند -- د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹مه/ خپره شوه، وویل، چې ایتلافي ځواکونو د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۸ مه/ د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو د په لاس جوړېدونکیو چاودېدونکیو وسیلو یوه فابریکه ویجاړه کړه.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ایتلاف ځواکونو په یاده فابریکه کې لږ تر لږه درې تنه طالبان ووژل.

اعلامیه زیاتوي، چې افغان ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې شپږ نور طالبان ووژل او د وسلو او مهماتو یوه ډیپو یې ونیوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500