داعش د ننګرهار د ځانمرګي بمي برید مسؤلیت واخیست او د مړو شمېر ۶۸ ته زیات شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

جلال اباد -- افغان چارواکو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱ مه/ وویل، چې په ننګرهار کې د یوه ځانمرګي بمي برید، چې لاریونوال یې ووژل،د مړو شمېر ۶۸ ته پورته شو.

د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي په وینا، ۱۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.‌

دغه چاودنه د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۰ مه/ په ننګرهار کې وروسته له هغه وشوه، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان د ګڼ شمېر هغو ملکي خلکو په منځ کې وچاوه، چې د محلي پولیسو د یوه قوماندان د ټاکنې پر ضد په اعتراض راوتلي ول.

داعش د چارشنبې په ورځ د خپلې رسنۍ، اعماق، له لارې د یاد برید مسؤلیت ومانه.‌

له دغه برید څخه څو ساعته مخکې دوه نورو بمي بریدونو د نجونو له یوه ښوونځي څخه بهر یو هلک وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500