د ملي امنیت ریاست په پکتیکا کې په چاودېدونکیو توکو سمبال لارۍ ونیوله

سلام ټایمز

پکتیکا -- خامه پرېس د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱ مه/ د ملي امنیت د ریاست له قوله راپور ورکړ، چې ځانګړیو ځواکونو د پکتیکا ولایت په اورګون ولسوالۍ کې په غټ مقدار چاودېدونکي توکي ونیول.

خامه پرېس د ملي امنیت د ریاست د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې یوه لارۍ، چې ۶۵ بورۍ امونیم نایټرېټ په کې بار ول، د پاکستان له واڼه څخه غزني ولایت ته په لاره وه چې د ملي امنیت ریاست ونیوله. دغه کېمیاوي ماده د په لاس جوړو چاودېدونکیو توکو په تولید کې کارول کیږي.‌

هېڅ اورپکي ګروپ تر اوسه په دې هکله تبصره نه ده کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500