په لښکرګاه کې په موټر کې شوې چاودنې لږ تر لږه ۳ ملکي کسان ټپیان کړل

سلام ټایمز

هلمند -- د هلمند ولایت د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل،‌ چې په یوه موټر کې شوې چاودنې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ لږ تر لږه درې ملکي کسان ټپیان کړل.

د پنجشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه په لښکرګاه کې د سولې څلورلارې سره نژدې وشوه. چارواکو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي چې چاودنه له څه نه رامنځته شوه.‌

د اعلامیې په اساس، محلي مقاماتو د پېښې څېړنې پیل کړي دي.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500