غني:‌ 'د سولې امکان په لاس کې دی'

سلام ټایمز

کابل -- ولسمشر اشرف غني،‌ طالبانو ته د هغه له خوا د سولې د وروستیو وړاندیزونو په اساس، له وایس نیوز (VICE News) سره په یوه مرکه کې وویل، «په لومړي ځل، د سولې امکان په ریښتنې معنی په افغانستان کې رامنځته شوی دی.»

غني هغو صحنو ته په اشارې، چې ملکي خلک هغو یاغیانو ته چې ښارونو ته ورځي، ښه راغلاست وایي،وویلچې د کوچني اختر اوربند، چې حکومت او طالبانو د غبرګولي په میاشت کې عملي کړ، د سولې لپاره د خلکو غوښتنه ثابته کړه.

غني د یوې مرکې په ترڅ کې، چې د پنجشنبې په ورځ‌ /د وږي ۲۲مه/ خپره شوه، وایس نیوز ته وویل، «اوربند وښودله چې دا هېواد د روغې جوړې لپاره تیار دی. مونږ وړاندیز کوو چې له تېرو ګیلو څخه تېر شو او پرمخ لاړ شو، او زه فکر کوم چې دا کار غوره دی، ځکه چې که هغوی په نظامي بریا تاکید کوي، دغه هغه څه دي چې افغانان به یې ونه مني.»‌

په ورته وخت کې، غني د پنجشنبې په ورځ‌ په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو کولو پر وخت، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ په مؤثرتیا تاکید وکړ.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، غني وویل، «د متحده ایالاتو ستراتیژي... داسې څه ده چې د افغانستان خلکو یې له تېرو ۴۰ کالو راهیسې انتظار کاوه،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500