د دفاع وزارت: افغان ځواکونو په ۲۴ ساعتونو کې ۶۷ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کابل -- د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې ۶۷ تنه اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، «دغه عملیات، چې افغان هوایي ځواک او کمانډو ځواک په کې برخه لرله، په ننګرهار، غزني، پکتیا، لوګر، کندهار، بادغیس، فاریاب، بغلان، بلخ او هلمند ولایتونو کې ترسره شول،»

د پنجشنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، «د هېواد په بېلابېلو برخو کې، کمانډو ځواک ۱۱۴ ځانګړي ماموریتونه او افغان هوایي ځواک د یاغیانو په مرکزونو ۱۲ بریدونه ترسره کړل،»

دغه خبر وروسته له هغه مخې ته راځي چې ولسمشر اشرف غني د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ د ننګرهار ولایت د مشرانو یوې ډلې ته وویل چې هغه افغان ځواکونو ته امر کړی چې د اورپکو پر ضد تهاجمي بریدونه ترسره کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500