د بلخ اوسېدونکیو مزارشریف ته د هلمند د سولې د کاروان ورغلیو لاریونوالو ته ښه راغلاست وویل

سلام ټایمز

مزارشریف -- طلوع نیوز راپور ورکړ، چې د بلخ اوسېدونکیو او د ولایتي شورا غړو د خلکو د سولې د حرکت غړو ته، چې د سولې د فعالانو یوه ډله ده، مزارشریف ته په ور رسېدلو سره د جمعې په ورځ /د وږي ۲۳مه/ ښه راغلاست وویل.

د سولې لاریونوالو له کابل څخه مزارشریف ته د رسېدلو لپاره ۳۴ ورځې یبلې پښې مزل کړی دی.

فعالانو، چې په فردوسي حلقه کې ټول شوي ول، وویل چې له کابل څخه مزارشریف ته د تګ پر وخت هر هغه څوک چې دوی ورسره لیدلي دي، سوله غواړي او غواړي چې افغان جنګ دې پای ته ورسیږي.

د سولې د حرکت مشر، اقبال خیبر، وویل، «له الله تعالی څخه ډېر لوی ځواک د هیچا هم نه دی. مونږ د دغه فکر په لرلو سره، خپل کورونه پرېښودل چې خلک سره یوځای کړو او د سولې لپاره خپل غږونه پورته کړو،»‌

د خلکو د سولې حرکت خپل د سولې یون د غوایي په ۲۳مه هغه وخت پیل کړ، چې برخه والو د هلمند ولایت له لښکرګاه ښار څخه کابل ته د پښو مزل پیل کړ.‌دغه یون وروسته له هغه پیل شو، چې په لښکرګاه کې له یوه محلي سپورټي لوبغالي څخه بهر یو موټربم وچاودېد، او لږ تر لږه ۱۷ کسان یې ووژل او ۵۵ نور یې ټپیان کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500