اسلام اباد -- دي ایکسپرېس ټریبیون راپور ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ /د وږي ۲۴ مه/ کابل ته لاړ، د ولسمشر اشرف غني په شمول افغان مشرانو سره یې وکتل او سیمې ته د سولې او ثبات د راوستلو په هکله یې ورسره خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له ټاکل کېدلو راهیسې له کابل څخه د قریشي لومړۍ ځل لیدنه په داسې حال کې کیږي چې متحده ایالاتو په پاکستان باندې د دې لپاره غږونه زیات کړي چې طالبان دې ته تحریک کړي چې د مذاکراتو مېز ته راشي.
قریشي او د هغه پلاوي همدارنګه له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره وکتل.
دواړه خواوې هڅه کوي چې د سرحدي شخړو او له پولې څخه د تېرېدونکې راتېرېدونکې ترهګرۍ په شمول، هغه اړیکې بیا ورغوي چې په وروستیو میاشتو کې خړې شوي دي.