د ایتلاف هوایي بریدونو په ۳ ولایتونو کې ۳۲ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

ګردېز -- د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د شنبې په ورځ‌ /د وږي ۲۴مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ایتلافي ځواکونو، د افغان ملي اردو له ۲۰۳ تندر قول اردو سره په ګډه، د وږي د ۱۸ او ۲۱ تر منځ‌، اته هوایي بریدونه ترسره کړل او په درې ولایتونو کې یې لږ تر لږه ۳۲ تنه طالب اورپکي ووژل.

د شنبې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې شپږو هوایي بریدونو د وږي په ۱۸ او ۱۹مه د میدان وردک ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ مرکز سره نژدې طالب اورپکي په نښه کړل.‌

اعلامیه وایي،‌ «په دایمیرداد کې ګډو بریدونو ۱۰ تنه طالبان ووژل، یوه لارۍ یې، چې د مهماتو او تجهیزاتو د انتقال لپاره کارول کېدله، ویجاړه کړه،‌ او یو سوری یې، چې د سلاکوټ په توګه کارول کېده، کېناوه. یوه برید یو تښتول شوی هاموي، چې باور کېده چې په چاودېدونکیو موادو بار وسیله ترې جوړه شوې ده، ویجاړ کړ.»

د اعلامیې په اساس، یوه بل هوایي برید د سې شنبې په ورځ‌ /د وږي ۲۰ مه/ د پکتیا ولایت په ګردېز کې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب جنګیالي وروسته له هغه ووژل چې ګڼ شمېر طالب جنګیالیو هڅه وکړه چې په دغه ښار کې د افغانانو یوه د تلاشۍ پوسته ونیسي.

له دې جلا، یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۱ مه/ د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې دوه تنه طالب اورپکي وروسته له هغه ووژل چې هغوی د افغانانو د تلاشۍ له یوې پوستې څخه مهمات غلا کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500