غني د شیعه ټولنې په ملاتړ غږ پورته کړ

سلام ټایمز

کابل -- ولسمشر اشرف غني چې د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۹ مه/ یې د کابل په دشت برچي سیمه کې د عاشورا په مراسمو کې خبرې کولې، یو ځل بیا په کابل کې په شیعه ټولنه باندې وروستي بریدونه وغندل او په افغانانو باندې یې غږ وکړ چې د دښمن له خوا د فرقه ییز جنګ د اور د لګېدلو د پلان پر ضد سره یو موټی شي.

د غني په وینا کې، چې د هغه د رسنیو ادارې خپره کړې، راغلي، «د سنیانو او شیعه ګانو وینه یو رنګ لري، او د تاجک،‌‌ پښتون او نورو ګروپونو برخلیک سره تړلی دی،»‌

د غني د خپرو شویو خبرو په اساس،‌ نوموړي وویل، «په دې جنګ کې، مونږ باید یو د بل تر څنګ ودرېږو، لاسونه یو بل ته سره ورکړو او هغو خلاوو ته متوجه اوسو چې د مذهب،‌ ژبې او قوم په نوم رامنځته کیږي،»

په وروستیو اونیو کې، د افغان شیعه ګانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر شوی دی. د غني د دفتر له خوا د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، چارواکو وویل، چې افغان ځواکونو په کابل کې د داعش ۲۶ مشکوک غړي مخکې له هغه ونیول چې د عاشورا په ترڅ کې خپل پلان شوي ځانمرګي بریدونه ترسره کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500