جلال اباد -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۹ مه/ د یوه افغان پوځي چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د داعش یو پټنځای په نښه کړ، او لږ تر لږه څلور اورپکي یې ووژل.
د افغان ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند، تورن محمد هارون یوسفزي، وویل، چې دغه برید د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۸ مه/ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې وشو.
یوسفزي وویل، چې په مړو کې د اورپکو مشر هم شامل دی.
دغه برید په دې ولایت کې د افغان ځواکونو له خوا د داعش او طالب اورپکو پر ضد په یو لړ تصفیوي عملیاتو پسې وروسته ترسره شو.