کندهار -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۲۹ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځانګړیو ځواکونو په کندهار ولایت کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۸ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۹ تنه نور یې ټپیان کړل.
چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل، دغه عملیات، چې هوایي ملاتړ ورسره وو، د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲۸ مه/ په شاه وليکوټ ولسوالۍ کې ترسره شول.
د کندهار د والي ویاند، عزیز احمد عزیزي، وویل چې امنیتي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۹ تنه اورپکي ونیول.
هغه زیاته کړه، چې عسکرو ۲۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد، ۳۸ د پرسونل ضد ځمکني ماینونه او ډېرې سپکې او درنې وسلې ویجاړ کړل.
طالبانو سمدلاسه څه نه دي ویلي.