په فراه کې د بس ټکر لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل

ای اېف پي

هرات -- چارواکو وویل، په فراه ولایت کې د جمعې په ورځ /د وږي ۳۰ مه/ لږ تر لږه ۱۵ افغانان هغه وخت ووژل شول چې یوه بس له یوې لارۍ سره ټکر وکړ.‌

د دغه ولایت ویاند محب الله محب ای اېف پي ته وویل، ۳۰ نور کسان د سهار وختي په یوه ټکر کې، چې په بکوا ولسوالۍ کې وشو، ټپیان شول.

بس له هرات ولایت څخه کندهار ولایت ته په لاره وو چې ټکر یې وکړ.

د فراه د والي ویاند، نصیر مهري، ای اېف پي ته وویل، ټول تلفات د بس مسافر ول، او زیاته یې کړه چې په هغوی کې لږ تر لږه درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل ول.

دا لا معلومه نه ده چې ټکر د څه له امله پېښ شو، خو په افغانستان کې د اوږدو لارو د مسافر وړونکیو بسونو ټکرونه ډېر پېښېږي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، لږ تر لږه ۱۳ کسان هغه وخت ووژل شول چې یوه بس او یوې لارۍ په کندهار کې سره ټکر وکړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500