هرات -- د افغان ملي اردو ۲۰۷ ظفر قول اردو د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د افغان هوایي ځواک بریدونو په فراه ولایت کې لږ تر لږه ۴۶ تنه اورپکي ووژل او شپږ نور یې ټپیان کړل.
اعلامیه د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې دغه بریدونه په خاک سفېد ولسوالۍ کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، چې یادو عملیاتو ۵ موټرونه، ۲ موټرسایکلونه او ۳۸ ټنه چاودېدونکي مواد ویجاړ کړل.