افغان ځواکونو په میدان وردک کې ۶۷ اورپکي ووژل او ۸ بندیان یې ازاد کړل

سلام ټایمز

میدان وردک -- د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په میدان وردک ولایت کې د ګډو عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۶۷ اورپکي ووژل او ۱۵ نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، دغه عملیات، چې د هوا له لارې یې ملاتړ کېده، په جغتو ولسوالۍ کې ترسره شول.

امریکاغږ د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې له دې څخه جلا، افغان ځواکونو په دغه ولایت کې یکشنبه ناوخته /د تلې ۱/ د طالبانو په یوه زندان باندې چاپه واچوله، او د ۶ افغان امنیتي منسوبینو په شمول اته بندیان یې ازاد کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500