کندهار -- پژواک افغان خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۵ مه) راپور ورکړو چې افغان ځانګړو ځواکونو د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترځ کې لږ ترلږه ۴۷ طالبان ووژل او ۴۱ نور یې ټپیان کړل.
د کندهار ولایت د پولیسو ویاند، ضیا دراني، د وینا له مخې، دا عملیات، چې هوایي ملاتړ يې لرلو، د دوشنبې په ماښام (د سپتمبر په ۲۴ مه) د سربغل او د میوند ولسوالۍ په کانټینر بازار کې ترسره شول. د راپورونو له مخې، پوځيانو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.
دراني وويل، افغان ځواکونو د وسله والو شپږ ګاډي، ۳۵ موټرسايکلونه او اته پټنځايونه له منځه ووړل.