جلال اباد -- د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د سې شنبې په ورځ /د تلې ۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو د دغه ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه پټنځای کې ۱۰ حلقې د سړک د غاړې بمونه کشف کړل.
په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له نور تفصیل ورکولو څخه پرته ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو په مار غونډۍ سیمه کې د اورپکو په یوه پټنځای باندې برید وکړ.
اعلامیه زیاتوي، چې اورپکو پلان درلود چې په جلال اباد کې بریدونه ترسره کړي، او وایي چې عسکر د مجرمانو پلټنه کوي.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
ځکه حکومت غواړي خلکو ته ووایي چې دا اردو د کشف توان لري.
ځواب ورکړئ1 تبصره