غني په کندوز او بغلان کې د ناقانونه ملېشو پر ضد د عملیاتو حکم وکړ

سلام ټایمز

کابل -- د غني دفتر د سې شنبې په ورځ /د تلې ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل چې ولسمشر اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د ناقانونه اورپکو پر ضد لاس په کار شي.‌

په اعلامیه کې راغلي، دغه حکم وروسته له هغه وشو چې د یادو دوه ولایتونو یو شمېر قومي مشرانو او بانفوذه څېرو په حکومت تاکید وکړ چې هغه وسله والې ډلې بندې کړي چې د حکومت له تایید څخه پرته فعالیت کوي.

اعلامیه وایي، چې یادو مشرانو او سپین ږیرو دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ‌ /د تلې ۲ مه/ په کابل کې له غني سره په کتنه کې وکړه.

د دفاع وزارت په وینا،‌افغان ځواکونو د چنګاښ په میاشت کې د ناقانونه ملېشو درې قوماندانان په فاریاب،‌ اروزګان او فراه ولایتونو کې ونیول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500