افغان ځواکونو په کاپیسا کې لږ تر لږه ۲۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کاپیسا -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۵ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو په کاپیسا ولایت کې په ګډو عملیاتو کې لږ تر لږه ۲۱ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۴ تنه نور یې ټپیان کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې تېره شنبه /د وږي ۳۱ مه/، اردو، افغان ملي پولیسو، د افغان ملي اردو ځانګړیو ځواکونو، افغان محلي پولیسو، د عامه نظم پولیسو، د ملي امنیت ځواکونو او د ولسي پاڅون ځواکونو په تګاب ولسوالۍ کې د سېلاب قهر ۱۱/۳ عملیات پیل کړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د هغو کسانو په ډله کې، چې په عملیاتو کې وژل شوي، د اعجازالحق مشهور په اسامه، قاري حشمت، او عبدالرحمان په نومونو د طالبانو قوماندانان شامل دي.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500