د ایتلاف هوایي بریدونو په کونړ کې د داعش ۱۴ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

کونړ -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په کونړ ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۱۴ غړي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې یوه هوایي برید د سې شنبې په ورځ /د تلې ۳ مه/ د پېچ درې ولسوالۍ په کورېنګل سیمه کې د اورپکو یو پټنځای وویشت، او لږ تر لږه اته تنه یاغیان یې په کې ووژل.

اعلامیه زیاتوي، په یوه بله پېښه کې د سې شنبې په ورځ، یوه هوایي برید د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د داعش اورپکي په نښه کړل، او لږ تر لږه شپږ کسان یې په کې ووژل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500