افغان ځواکونو په کندوز او فاریاب کې لږ تر لږه ۵۱ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې په ورځ /د تلې ۶ مه/ وویل، چې افغان ځواکونو په کندوز او فاریاب ولایتونو کې په دوه جلا جلا عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۱ تنه طالب اورپکي ووژل.

د جمعې د ورځې په اعلامیه کې راغلي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ځانګړو ځواکونو د کندوز په چار دره ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل چې د یوه تاجکستاني اورپکي په ګډون یې لږ تر لږه ۳۱ تنه طالب اورپکي ووژل او ۱۷ تنه نور یاغیان یې ټپیان کړل.

اعلامیه یادوي، چې په هغو کسانو کې، چې په عملیاتو کې ووژل شول، د علي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نامه ولسوال، چې د قاري نعمت الله په نامه یاد شوی، هم شامل دی.

همدارنګه، عسکرو د عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې هم ونیولې.

۲۰۹ شاهین قول اردو د جمعې د ورځې په اعلامیه کې وویل، چې له دې جلا د افغان هوایي ځواک یوه برید د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۵ مه/ د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو یو پټنځای وویشت چې لږ تر لږه ۲۰ تنه طالب اورپکي یې ووژل.

په برید کې د وژل شویو کسانو په ډله کې درې تنه طالب قوماندانان هم شامل ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500