ګردېز -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۶ تنه اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې، د برید د وخت په هکله له جزیاتو ورکولو څخه پرته، راغلي، چې دغه عملیات، چې د افغان او ایتلافي ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره وو، د زرمت ولسوالۍ په بکاوه، کوتیخېل او هستوګن سیمو کې ترسره شول.
اعلامیه زیاتوي، چې په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس ملا داود، او د طالبانو تش په نامه قاضي ملا اختر غني، چې په ملا سعید هم مشهور وو، شامل دي.
ما د طالبانو یوه ویډیو وکتله چې ملا برادر په کې د پاکستان خارجه وزیر قریشي سره کتل. که پاکستان د طالبانو ملاتړ ونه کړي هغوی هېڅ هم نه دي. مونږ پوهېږو چې د پاکستان حکومت د افغان ځواکونو په مقابل کې د طالبانو ملاتړ کوي.
ځواب ورکړئ1 تبصره