د ایتلاف هوایي برید په کونړ کې د طالبانو ۲ جیګپوړي قوماندانان ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې دوه جیګپوړي قوماندانان ووژل.

په اعلامیه کې د برید د وخت په هکله له نورو جزیاتو ورکولو څخه پرته ویل شوي، چې دغه برید یو موټر، چې د محمد یوسف او ملا ایوب په نومونو د اورپکو دوه قوماندانان په کې سپاره ول، وویشت.‌

طالبانو په دې هکله سمدلاسه څه نه دي ویلي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500