ځانمرګي بمي بریدګر په ننګرهار کې د انتخاباتو په غونډه برید وکړ

ای اېف پي

جلال اباد -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۰مه/ په ننګرهار ولایت کې یو کمپاین په نښه کړ، چې لږ تر لږه ‍‍۱۳ افغانان یې ووژل.

دا برید د تېرې جمعې له ورځې راهیسې، چې د ولسي جرګې د ډېرو ځنډېدلو انتخاباتو لپاره، چې د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي، کمپاینونه پيل شول، لومړی ځانمرګی برید دی.

د والي ویاند،‌ عطاءالله خوګیاڼي، وویل، چې له ۴۰ څخه ډېر کسان هغه وخت ټپیان شول چې اورپکي خپل ځان په کامه ولسوالۍ کې د کاندید عبدالناصر مومند د ملاتړ کوونکیو په منځ کې وچاوه.

خوګیاڼي تایید کړه، چې مومند ژوندی دی، خو هغه دا ونه ویل چې آیا کاندید ټپي شوی دی.

د ننګرهار ولایت د روغتیا رییس، نجیب الله کامه وال، د مړو شمېر لږ ډېر یعنې ۱۴ یاد کړ.

هغه وویل، ځینې ټپیان په جدي حالت کې دي.

د ای اېف پي یوه خبریال ډېر داسې امبولانسونه لیدلي چې جسدونه او ټپيان یې د ولایت مرکز جلال اباد ته یوه روغتون ته انتقالول.‌

سید همایون، چې خپل ټپي شوی د تره زوی یې روغتون ته راوړی وو، وویل، ګڼ شمېر کسانو په یوه تالار کې دننه د مومند خبرو ته غوږ نیولی وو چې بمي بریدګر برید وکړ.

د چاودنې له زوره د ودانۍ چت په غونډه را ولوېد.

مالک ځیرک، چې په غونډه کې یې برخه لرله، ای اېف پي ته وویل، «لا هم یو شمېر خلک تر ویجاړتیاوو لاندې ایسار دي،»‌

سمدلاسه هېڅ ډلې مسؤلیت نه دی منلی، خو په وروستیو میاشتو کې د اکثرو ځانمرګو بمي بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500