د ایتلاف هوایي برید په ننګرهار کې د داعش ۶ اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید په ننګرهار ولایت کې د یوه قوماندان، شیر عالم، په ګډون د داعش لږ تر لږه شپږ غړي ووژل.

اعلامیه د برید د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته وایي، چې دغه برید د خوګیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې د اورپکو پټنځای وویشت.

اعلامیه وایي، چې هېڅ ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500