لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۲مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې د داعش شپږ غړي ووژل او د نشه ییزو توکو دوه لابراتوارونه یې ویجاړ کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې یوه هوایي برید د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ په پچیر اګام ولسوالۍ کې د داعش پټنځایونه په نښه کړل او لږ تر لږه شپږ تنه اورپکي یې ووژل.
له دې جلا، یوه بل هوایي برید د چارشنبې په ورځ په شېرزادو ولسوالۍ کې د هیرویینو د تولید دوه فابریکې ویجاړې کړې.
د اعلامیې په اساس، هېڅ ملکي خلک ژوبل نشول.