افغان چارواکي وایي، د طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو شوي دي

سلام ټایمز

کابل -- اریانا نیوز د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۱مه/ د افغان چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د طالبانو مشرانو په ښکاره د سولې پروسه کې له ښکېلېدلو څخه مخکې په خپلو منځونو کې د سولې د خبرو په هکله بحثونه پیل کړي دي.‌

د سولې د عالي شورا منشي او د ولسمشر غني سلاکار، اکرم خپلواک، د چارشنبې په ورځ وویل، «د طالبانو مشرانو د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو زرغون څراغ ورکړی، او د هغوی له خوا چنې وهل پیل شوي دي،»

همدارنګه، د سولې د عالي شورا رییس، محمد کریم خلیلي، وویل، په سیمه کې هڅې زیاتې شوي او ټول لوري په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي.‌

له دې جلا، پاکستاني دیني عالم مولانا سمیع الحق، چې اکثر د طالبانو روحاني پلار بلل کیږي، د افغانستان د سولې پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د اریانا نیوز د راپور په اساس، نوموړي د تلې په لومړیو کې د سولې د عالي شورا د یوه پلاوي سفر ته په اشارې وویل، «ما له هغو ۲۰ ... دیني عالمانو سره، چې له افغانستان څخه پاکستان ته راغلي وو، مشوره وکړه. مونږ هغوی ته وویل چې د پاکستان او افغانستان هدف سره یو دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500