ځانمرګي بمي بریدګر په هلمند کې په انتخاباتي غونډه کې د نوماند په ګډون ۸ کسان ووژل

ای اېف پي

کندهار-- ای اېف پي د سې شنبې په ورځ د چارواکو له قوله راپور ورکړ، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۷مه/ یې د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو افغان سیاسي نوماند په نښه کړ، لږ تر لږه ۸ کسان ووژل.

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک، ای اېف پي ته وویل، چې ۱۰ نور افغانان هغه وخت ټپیان شول چې بریدګر په لښکرګاه کې د صالح محمد اڅکزي د کمپاین په دفتر کې ځان ته چاودنه ورکړه.

په مړو کې اڅکزی هم شامل دی. هغه چې په لومړي ځل یې ځان کاندید کړی وو د «مثبت تغیر» له پلېټ فارم یې کمپاین کاوه.

تر اوسه پورې هېڅ ډلې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی، خو دغه چاودنه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې طالبانو یوه اعلامیه خپره کړه او ګواښ یې وکړ چې د انتخاباتو پروسه به ټکنۍ کړي.

د افغان ځواکونو خواوشا ۵۴۰۰۰ غړي دې ته ګومارل شوي چې د انتخاباتو په ورځ‌ /د تلې ۲۸ مه/ له ۵۰۰۰ څخه ډېر د رایې اچولو مرکزونه خوندي کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500