هرات -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۷مه/ د یوه محلي افغان چارواکي له قوله راپور ورکړ، چې په هرات ولایت کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ د خپلمنځي جنګ په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ اورپکي ووژل شول.
د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد، وویل، چې دغه نښته په ګوزره ولسوالۍ کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د جنګیالیو او د ملا محمد رسول په مشرۍ د سیالې ډلې د جنګیالیو تر منځ وشوه.
هغه د پېښې د نېټې له ذکر کولو څخه پرته وویل، چې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه اورپکي چې هبت الله ته وفادار ول، ووژل شول.
د طالبانو مشرانو سمدلاسه په دې هکله څه تبصره نه ده کړې.