په غزني کې ۱۶ طالب اورپکي د خپلو چاودېدونکو موادو په وسیله ووژل شول

سلام ټایمز

غزني -- د ولایت د پولیسو د رسنیو دفتر د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو یوې له وخت نه مخکې چاودنې د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د دغه ګروپ لږ تر لږه ۱۶ خپل جنګیالي ووژل.

اعلامیې د چاودنې د دقیق وخت له یادولو څخه پرته وویل، اورپکو په قره باغ ولسوالۍ کې په یوه کور کې دننه په لاس جوړ چاودېدونکي مواد جوړول، چې چاودنه رامنځته شوه.

اعلامیه زیاتوي، دغې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې ویجاړې کړې.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500