پکتیکا -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۷مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ملي پولیسو په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یو جیګپوړی قوماندان وواژه.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ هغه وخت وشوه چې پولیسو د ولایت په مرکز ښرنه کې د طالبانو قوماندان احسان الله ته کمین ونیو.
یو اورپکی ټپي شو.
د چارواکو په وینا، احسان الله په پکتیکا کې د ګڼ شمېر ترهګریزو بریدونو په پلانونو کې لاس درلود.