پکتیا -- د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې یوه د سړک د غاړې بم د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې لږ تر لږه دوه هلکان ووژل او دوه نور افغانان یې ټپیان کړل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه پېښه د سې شنبې په ورځ /د تلې ۱۷مه/ وشوه.
اعلامیه زیاتوي، چې له دې جلا د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې یو د سړک د غاړې بم د سې شنبې په ورځ له وخت نه مخکې وچاودېد او دوه تنه اورپکي یې ووژل.
همدارنګه، خامه پرېس د سې شنبې په ورځ د کورنیو چارو د وزارت د یوې اعلامیې په اساس له نورو جزیاتو څخه پرته راپور ورکړ، چې لږ تر لږه پنځه طالب اورپکي د خپل هغه بم په وسیله ووژل شول چې هغوی د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه ښخاوه.