مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۸مه/ په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې یوه هوایي برید د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د یوه قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۷ تنه طالب اورپکي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې چارواکو جیګپوړی قوماندان، چې په سیمه کې یې د ۵۰ طالب اورپکو د ګروپ مشري کوله، د ملا داود تایمني په نامه یاد کړی دی.
دغه پېښه د قیصار په تایمني کلي کې هغه وخت وشوه چې ملا داود او د هغه ساتونکیو په یوه موټر کې سفر کاوه.
طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.