کابل -- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۸ مه/ په افغانستان کې د تلفاتو د شمېر په هکله خپل درې میاشتنی راپور خپور کړ، او لیکلي یې دي چې افغان ملکیانو ته ډېر تلفات د اورپکو له خوا ور رسېدلي دي.
د یوناما په څېړنه کې راغلي، «د ۱۳۹۶ د مرغومي له ۱۱مې څخه د ۱۳۹۷ د تلې تر ۸ مې پورې، د حکومت ضد عناصرو ۵۲۴۳ ملکي کسانو ته تلفات ور اړولي (چې ۱۷۴۳ وژل شوي او ۳۵۰۰ نور ټپیان شوي)، او دا د ټولو ملکي تلفاتو ۶۵٪ جوړوي،»
د دغه راپور په اساس، چې د عراق او شام اسلامي دولت یې د داعش په نامه یاد کړی دی، «د هغو ۶۵٪ ملکي تلفاتو له جملې څخه، چې د حکومت ضد عناصرو ته یې نسبت شوی، د ۳۵٪ نسبت طالبانو، د ۲۵٪ داعش/آی اېس کی پي ته شوی دی،»
یوناما د چارشنبې په ورځ په یوه جلا اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي او د یوناما د رییس، تدامیچي یاماموټو، له قوله ویلي، «ملګري ملتونه د دې شخړې د چټک او سوله ییز حل لپاره خپل غږ تازه کوي،»
هغه وویل، «ټولې خواوې د سولې لوري ته د پام وړ پرمختګ کولو په شمول، کولی شي او باید خپلې ټولې هڅې وکړي چې ملکي خلک له ژوبلېدا څخه خوندي کړي،»