افغان ځواکونو په میدان وردک کې ۲۱ طالبان او د حقاني اورپکي ووژل

سلام ټایمز

میدان وردک -- خامه پرېس د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۹مه/ د ملي امنیت د ریاست د یوې بې نېټې خبرپاڼې په اساس راپور ورکړ، چې د ملي امنیت د ریاست ځواکونو په میدان وردک ولایت کې لږ تر لږه ۲۱ تنه جیګپوړي طالب اورپکي او د حقاني شبکې غړي ووژل.

د ملي امنیت ریاست د عملیاتو د وخت په هکله د جزیاتو له ورکولو څخه پرته په یوه اعلامیه کې وویل، چې په هغو اورپکو کې، چې په سید اباد ولسوالۍ کې ووژل شول، ځینې جیګپوړي طالبان او د حقاني شبکې مشران شامل وو.‌

اعلامیه زیاتوي چې افغان ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې هوایي ملاتړ ورسره درلود.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500