په فاریاب کې ۱۰ طالب اورپکي د خپل موټر بم په وسیله ووژل شول

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۱۹مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې یوې له وخت نه مخکې بمي چاودنې د فاریاب ولایت په پشتون کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ طالب اورپکو په شمول لږ تر لږه ۱۵ تنه افغانان ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه چاودنه په خواجه ناموسي بازار کې هغه وخت پېښه شوه چې اورپکو یو موټر، چې په چاودېدونکیو توکو سمبال وو او هغوی غوښتل چې په میمنه کې یې د افغان ځواکونو یا د کمپاین په یوه غونډه استعمال کړي، د تېرېدو په حال کې وو. په اعلامیه کې د چاودنې د نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.

په مړو کې په بازار کې لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي شامل وو.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500