ننګرهار -- د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ /د تلې ۲۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ترهګرې ډلې لږ تر لږه ۹ غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوایي برید د یکشنبې په ورځ /د تلې ۲۲ مه/ د اچین ولسوالۍ په باغ دره سیمه کې د اورپکو د یاد ګروپ پټنځایونه وویشتل.
دا پېښه څو ورځې وروسته له هغه وشوه چې افغان امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د داعش شپږ تنه اورپکي ونیول.