امنیتي ځواکونو په لغمان کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ونیول

سلام ټایمز

لغمان -- د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې یو ټن چاودېدونکي مواد کشف او ونیول.

په اعلامیه کې راغلي، چې پولیسو د مرکز مهترلام په بابا صیب سیمه کې د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې له یوه کور څخه ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد ونیول.

چارواکو ونه ویل چې دغه عملیات کله ترسره شول.‌

د اعلامیې په اساس، امنیتي ځواکونو لږ تر لږه څلور مشکوک کسان ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500