کابل -- د کابل امنیه قوماندانۍ د چارشنبې په ورځ /د تلې ۲۵مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په کابل کې پولیسو په دغه ښار کې یو احتمالي بمي برید شنډ کړ.
په اعلامیه کې راغلي، چې پولیسو د چارشنبې په ورځ د پغمان ولسوالۍ په قول لونګ سیمه کې ځای پرځای شوي دوه بي اېم ۱ راکټونه، چې په کابل ښار باندې د وارېدلو لپاره چمتو شوي وو، کشف او شنډ کړل.