مټیس: د جنرال رازق مرګ به د کندهار په امنیتي وضعه تاثیر ونه کړي

ای اېف پي

سینګاپور-- د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز مټیس د جمعې په ورځ /د تلې ۲۷مه/ وویل، چې د کندهار ولایت د امنیه قوماندان، جنرال عبدالرازق، وژنه به په دغه ولایت کې په امنیتي وضعه کې اساسي تغیر رامنځته نه کړي.‌

طالبانو د هغو ډزو مسؤلیت پر غاړه واخیستچې د پنجشنبې په ورځ /د تلې ۲۶مه/ یې په کندهار ولایت کې رازق او دوه نور کسانووژل.

مټیس په سینګاپور کې د یوې امنیتي غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل، «هغه د افغانستان لپاره د یوه وطن دوست شخص غمجنه ضایعه ده، خو مونږ فکر نه کوو چې هغه دې زمونږ په سیمه اوږدمهالی تاثیر ولري،»

هغه زیاته کړه، «ما د هغه چاپېر افسران لیدلي دي. ما د هغه افغان امنیتي ځواکونو پخوالی لیدلی دی،»

د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان پولیسو تر اوسه پورې په کندهار کې د پرونۍ پېښې په تړاو درې کسان پېژندلي او نیولي دي او له هغوی څخه څېړنې روانې دي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500