۷ هېوادونو په طالب چارواکو او د هغوی په ایراني ملاتړو باندې بندیزونه ولګول

سلام ټایمز

ریاض -- د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ترهګرو د تمویل د په په نښه کولو د مرکز (ټي اېف ټي سي) ټولو اوه واړو غړو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱/ په نهو طالب چارواکو او د هغوی په ایراني ملاتړ کوونکیو باندې بندیزونه ولګول.

په اعلامیه کې راغلي، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د ځانګړیو ځواکونو د یونټ، قدس ځواک، دوه ایراني چارواکي په هغو کسانو کې شامل دي چې طالب اورپکو ته د ملاتړ برابرولو له امله پرې بندیزونه لګول شوي دي.‌

د متحده ایالاتو د خزانې وزیر سټیون منوچن په اعلامیه کې وویل، «طالبانو ته د ایران له خوا د پوځي روزنې، مالي تمویل، او وسلو برابرول د تهران د څرګندې سیمه ییزې لاسوهنې او له ترهګرۍ د ملاتړ یو بل مثال دی،»

هغه وویل، «د ایران له خوا د طالبانو ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو څخه سخته سرغړونه او د رژیم له خوا اساسي نړیوالو نورمونو ته د نه درناوي غټه بېلګه ده،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500