افغان ځواکونو په فاریاب کې د طالبانو یو لوی برید په شا وتمباوه او ۱۳ اورپکي یې ووژل

سلام ټایمز

مزارشریف -- د افغان ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د طالبانو یو لوی برید په شا وتمباوه.

په اعلامیه کې راغلي، دغه نښته د سې شنبې په شپه /د تلې ۳۰ مه/ په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وروسته له هغه وشوه چې طالب اورپکو د ولسوالۍ په مرکز یوه څو اړخیزه حمله وکړه.

اعلامیه زیاتوي، افغان ځواکونو له یوې ۳ ساعته نښتې څخه وروسته د یوه مهم قوماندان، قاري ذبیح الله، چې د جندالله په نامه هم یادیږي، په شمول لږ تر لږه ۱۳ طالبان ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500