د ایتلاف هوایي برید په نورستان کې ۶ طالب اورپکي ووژل

سلام ټایمز

لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې لږ تر لږه شپږ طالب اورپکي ووژل.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه برید اورپکي د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱/ په ګنډه لبوک سیمه کې په نښه کړل.

طالبانو سمدلاسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500