لغمان -- د افغان ملي اردو ۲۰۱ سېلاب قول اردو د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۳ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ایتلاف یوه هوایي برید د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش لږ تر لږه درې غړي ووژل.
په اعلامیه کې راغلي، چې په اورپکو باندې د چارشنبې په ورځ /د لړم ۲ مه/ د هسکې مېنې ولسوالۍ په پایین سیمه کې د سړک د غاړې د بمونو د ښخولو پر وخت برید وشو.
اورپکي اکثر وختونه د استوګنې د سیمو په شمول بېلابېلو ځایونو کې بمونه ښخوي، چې ملکي خلکو ته تلفات ور اړوي.
د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې هغې خواته، چې تاسو یاده کړې ده، وژونکی څوک وو؟
ځواب ورکړئ1 تبصره