ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې ۱ کس وواژه

سلام ټایمز

کابل -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې د دوشنبې په ورځ /د لړم ۶ مه/ یې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر په نښه کړ، لږ تر لږه یو کس وواژه او شپږ نور یې ټپیان کړل.

د ای اېف پي د راپور په اساس، یو پولیس افسر هغه وخت ووژل شو چې اورپکي، چې په پښو روان وو، خپل ځان له یوه موټر سره نژدې، چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کارمندان یې لېږدول او د سهار خواوشا ۸ بجې مرکز ته ننوت، وچاوه.

د انتخاباتو څلور کارکوونکي او دوه پولیس افسران ټپیان شول.‌

د پېښې مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست.

په ورته وخت کې، په کندهار ولایت کې ګڼ شمېر افغانان د شنبې په ورځ /د لړم ۴ مه/ د رایو صندوقونو ته لاړل او په پارلماني انتخاباتو کې یې رایې واچولې.‌په دغه ولایت کې رایه اچونه د یوې اونۍ په مخه وروسته شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500