امریکایي جنرال د پارلماني انتخاباتو د خوندي کولو له امله افغان ځواکونه وستایل

سلام ټایمز

کابل -- د ولسمشر غني دفتر د دوشنبې په ورځ‌ په یوه اعلامیه کې وویل، چې ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ /د لړم ۷ مه/ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزېف ووټل سره د پارلماني انتخاباتو او د سولې د پروسې په هکله د خبرو لپاره په کابل کې ولیدل.

په اعلامیه کې راغلي، «جنرال ووټل افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې د ګواښونو د ځپلو په برخه کې د هغوی د فوق العاده هڅو له امله وستایل، او دا خبره یې بیا تکرار کړه چې متحده ایالات به د افغانستان متحد او ستراتیژیک شریک پاتې شي،»

په اعلامیه کې د غني له قوله راغلي، «مونږ د هرې هغې هڅې، چې بین الافغاني مذکرات او په افغانستان کې دوامدارې سولې ته لاره هواروي، هرکلی کوو،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500