د داعش بمي بریدګر په کابل کې د څرخي پله محبس سره نژدې ۷ کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د چارشنبې په ورځ /د لړم ۸ مه/ په کابل کې یو بس، چې کارمندان یې د افغانستان تر ټولو لوی توقیف ځای، څرخي پله محبس، ته انتقالول، په نښه کړ، او لږ تر لږه ۷ تنه افغانان یې ووژل.

داعش د ټیلي ګرام په نامه د پیغام لېږنې د اپلیکېشن له لارې د پېښې مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

دغې چاودنې ۸ نور افغانان ټپیان کړل.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، بریدګر په پښو روان وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500