په فراه کې د افغان اردو د څرخکې د لوېدلو په پېښه کې ۲۵ کسان ووژل شول

ای اېف پي

هرات -- چارواکو وویل، چې د افغان ملي اردو یوه څرخکه، چې ۲۵ کسان یې لېږدول، د چارشنبې په ورځ /د لړم ۸ مه/ په فراه ولایت کې ولوېده او په کې سپاره ټول کسان ووژل شول.‌

د فراه د والي ویاند نصیر مهري وویل، دغه څرخکه «د خرابې هوا» له امله په انار دره ولسوالۍ کې ولوېده.‌

د ولایتي شورا غړي دادالله قانع وویل، دا څرخکه، چې هرات ولایت ته روانه وه، د خرابې هوا له امله د غره د څوکې سره ولګېدله.

طالبانو ادعا وکړه چې د هغوی اورپکو څرخکه ویشتې ده.‌

په وژل شویو کې د افغانستان په لویدیځ کې د قول اردو مرستیال او د فراه د ولایتي شورا رییس شامل ول.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500